نیمه ورځ
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تیمه ورځ: په هېواد کې د لنډ مهالي حکومت له جوړېدو د روسیې ملاتړ
روسیه په افغانستان کې د لنډ مهالي حکومت له جوړېدو ملاتړ کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، په سیاسي او سوله ییزه برخه کې د طالبانو د شاملولو لپاره په افغانستان کې د یوه لنډ مهاله ټول ګډونه حکومت جوړېدل به یوه منطقي حل لاره وي.
ټاکل شوې په دې ورځو کې د افغانستان د سولې په اړه یوه غونډه په روسیې کې او تر هغې وروسته ورته غونډه په استانبول کې هم جوړه شي.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، د اسټانبول غونډه د یوې پایلې د ترلاسه کولو لپاره جوړېدونکې ده.
په دغې خپرونه کې کوربه نعمت روان په دې هکله له خپلو مېلمنو سره بحث او خبرې اترې کړې دي.
مېلمانه:
د سیاسي شنوونکی، ډاکټر فاروق بشر
د لغمان پخوانی والي، محمداصف ننګ
د سیاسي شنوونکی، نار عادل