نیمه ورځ
له طلوع-نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
نیمه ورځ: کابل کې هدفي وژنې
په کابل کې په دوو جلاجلا چاودنو کې د هوايي ځواکونو یو پیلوټ وژل شوی او ۸ نور کسان ټپیان دي.
دغه دوه چاودنې د کابل ښار د دولسمې امنیتي حوزې اړوند احمد شاه بابا مېنه کې د وسپنې پټلۍ ادارې پورې اړوند پر یوه هایلکس موټر او په چهار اسیاب ولسوالۍ کې پر یوه شخصي کرولا موټر شوې دي.
له دې سره سم، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز د مشر دواخان مینه پال جنازه چې تېره ورځ په کابل کې ترور شو، نن خاورو ته وسپارله شوه.
په دغې خپرونه کې کوربه الیاس منصور په دې هکله له خپل مېلمه د سیاسي چارو له شنونکي حبیب الله خیر سره بحث او خبرې اترې کړې دي.
په دې اړه مو اندونه