نیمه ورځ
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
نیمه ورځ: د سولې بهیر د ناکامېدو په هکله د غني خبرداری
ولسمشر غني په واشنګټن پوسټ کې یوې مقاله کې ګواښ کوي چې له طالبانو سره د سولې خبرو ناکامېدل غوراوی نه دی او داسې مرګونې بیه به ولري چې د افغانستان خلک او نړیواله ټولنه به یې د پرې کولو وس ونه لري.
نوموړي همدارز د سولې د مشورتي لویې جرګې له لوري د څلور سوه طالب بندیانو د خوشي کېدو پرېکړه، تر ټولو ستر ګواښ بللی چې د افغانستان خلکو سولې ته د رسېدو لپاره منلی دی.
په دغې خپرونه کې کوربه نعمت روان په دې اړه له خپلو مېلمنو سره بحث او خبرې کړې دي.
مېلمانه:
د ښځو د حقونو فعاله، فروزان داوودزی
د سیاسي چارو شنوونکی، صدیق منصور انصاري