Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مسعود حکومت د ټاکنو د مهندسۍ پر هڅو تورن وي

د افغانستان ملي ایتلاف په نوم د سیاسي ټلوالې اجرایي مشر احمد ضیاء مسعود پر حکومت او د ټاکنو خپلواک کمېسیون تور لګولی چې د ټاکنو د مهندسۍ هڅه کوي، خو په وینا یې دوی به ټاکنو کې د درغلۍ د مخنیوي لپاره هره لار وکاروي.

احمد ضیاء مسعود وایي، د ټاکنو د روڼتیا یقیني کولو لپاره د لنډمهالې ادارې جوړېدل هم یوه لاره ده.

خو بل پلو بیا اجراییه ریاست وایي، د ټاکنو د بهیر پر څرنګوالي د خلکو قناعت مهم دی، خو د واک د لېږد یوازینۍ لاره ټاکنې دي.

د ولسي جرګې ټاکنو ته له ۵۰ لږ ورځې پاتې دي، خو یو شمېر سیاسي بهیرونه په هغه تګلاره چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له خوا غوره شوې د ټاکنو ترسره کېدل له درغلیو ډک ګڼي او خبرداری ورکوي که د حکومت او کمېسیون لخوا د دوی غوښتنې ونه منل شي، د راتلونکو ټاکنو د ترسره کېدو مخه به ونیسي.

د ملي ټلوالې اجراییه رییس احمدضیامسعود له طلوع نیوز سره په مرکه کې وايي یوازینۍ لار چې له مخې یې رڼې ټاکنې ترسره کېدای شي د یوې لنډمهالې ادارې جوړول دي.

احمد ضیا مسعود په دې اړه زیاته کړه:«یو حکومت چې د یوه هېواد د کنټرول ځواک نه لري ښه به وي او دا یو پرنسیب دی چې یوه ملي اجماع جوړه شي، زموږ څه په کار دي یو لنډمهاله ولسمشر سره له پنځه ویشتو وزیرانو او څو نورو رییسانو سره ټول جوړښت دې په خپل ځای پاتې شي.»

په دې لړ کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي وايي دوي هڅه کوي پر حکومت او د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون فشار راوړي ترڅو هغه اصلاحات چې ګوندونه یې غواړي عملي کړي خو هېڅکله د لنډمهاله حکومت د جوړېدو غوښتونکي نه دي.

د کلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي ګوند غړی همایون جریر وايي:«د لنډماله حکومت بحث موږ یو غیر عملي او بې ګټې بولو او اسلامي ګوند په هېڅ صورت کې د لنډمهاله حکومت په اړه کوم نظر نه لري.»

له بلخوا حکومت هم په دیموکراتیکه توګه د واک د لېږد یوازینۍ لار د رڼو او عادلانه ټاکنو ترسره کېدل ګڼي.

د اجرايي رییس د ویاند مرستیال امید میثم څرګنده کړه:«هیله لرو چې د ټاکنو د ترسراوي په درشل کې د ټولو خواوو قناعت حاصل شي، ځکه چې موږ د ټاکنو له ترسراوي پرته بله هېڅ بدیله لار نه لرو.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون منشي سید حفیظ الله هاشمي په دې اړه وايي:«له ګوندونو هم زموږ غوښتنه دا وه چې را دې شي او په ګډه سره کار وکړو که‎چېرې واقعاً دوی روڼتیا غواړي که‎چېرې کومه بله موخه لرئ نو ستاسو خپل کار دی.»

د ګوندونو او سیاسي بهیرونو ایتلاف، حکومت او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په ټاکنو کې په درغلیو تورنوي او وايي که انتخابات په رڼه توګه ترسره نه‎شي هېواد به له ناروین سره مخامخ شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه