بازار
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
بازار؛ د للمي غنمو حاصلات کم شوي دي
سږ کال د للمي غنمو شاوخوا یو میلیون هکتاره کښت له منځه تللی دی.
د کرنې وزارت وايي، د وچکالۍ له امله شاوخوا یو میلیون ټن غنم کم شوي دي.
دوی وايي په راتلونکي کال کې به د غنمو د حاصلاتو د ډېرښت لپاره پر بزګرانو دېرش زره ټنه اصلاح شوی تخم او کیمایی کوډ ووېشل شي.
په دې خپرونه کې کوربنې زرمینې محمدي د علومو اکاډمۍ له غړي رفیع الله نصرتی سره خبرې کړې دي.
د خپرونې په بله برخه کې يې د کلیو او پراختیا وزارت له مرستیال ویاند رفیق جنبش سره، د ۲۳ بېلابېلو خدماتي پروژو د لاسلیک په اړه خبرې کړې دي.