د کندهار امنیه قومندان او د هېواد په سوېل کې یو له نفوذ لرونکو څېرو جنرال عبدالرازق د پنجشنبې په ورځ د دغه ولایت د امنیت له رییس سره په ډزو ووژل شو.
هغه د کندهار له اڅکزیو او په هېواد کې، په ځانګړې توګه په سوېلي حوزه کې، یو له مشهورو او نفوذ لرونکو څېرو څخه وه.
هغه د کندهار د امنیت په تامین کې د ډاګیزې ونډې له امله، په سلګونه ځله په نښه شوی خو روغ رومټ راوتلی وه.
دا پېښه هغه مهال رامنځته کېږي چې د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق او د دغه ولایت ځینې نور چارواکي د کندهار د والي له دفتره بهر او د بهرنیو ځواکونو قومندان جنرال مېلر ملتیا کوله.
د مشرانو جرګې د دفاعي کمېسیون پخوانۍ غړې رنا ترین وویل:«جنرال صاحب عبدالرازق د کندهار په حوزه کې د دښمن لپاره یو اوسپنیز کمربند وه. جنرال صاحب رازق هغه شخص وه، چې په امنیتي مسایلو کې کولای شو پرې حساب وکړو.»
د سیاسي چارو شنوونکی میاګل وثیق په دې اړه وویل:«جنرال رازق یو نه وېرېدونکی او هغه قومندان وه چې یوازې د افغانستان د دښمنانو په وړاندې چې د هېواد د پرمختګ مخنیوی یې کاوه مقاومت درلود.»
د ځينو رپوټونو پر بنسټ جنرال رازق له کابو ۳۰ ترورونو او ډلهییزو بریدونو روغ رمټ بهر شوی وه، د پنجشبنې په ورځ له غرمې وروسته په نښه او ووژل شو.
هغه د تاوتریخوالي په پایله کې د خپلې کورنۍ څو غړي له لاسه ورکړي وو.
جنرال عبدالرازق په ۱۳۵۷ لمریز کال کې د سپین بولدک په سرحدي ولسوالۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. له هغه درې مېرمنې، پنځه لوڼې او اوه زامن پاتې دي.
جنرال عبدالرازق په ۱۳۸۰ لمریز کال کې د طالبانو په وړاندې ودرېد او د طالبانو د واکمنۍ له پاشېدلو وروسته هغه د امنیتي ځواکونو لیکې ته راغی.
په لومړي سره کې هغه د یوې پوستې قومندان وه، وروسته کندهار کې د سرحدي پولیسو قومندانۍ ته ورسېد او له هغې وروسته په ۲۰۰۸ز کال کېد کندهار امنیه قومندان وټاکل شو.
د کندهار تر څنګ، جنرال عبدالرازق، په ارزګان، هلمند او زابل ولایتونو کې هم د پوځي عملیاتو مشري کړې وه.
جنرال رازق په هېواد کې له پېژندل شویو څېرو څخه وه او د پاکستان په وړاندې سخت دریځ درلود. ښاغلی رازق حامد کرزي ته نږدې څېره هم پېژندل کېده.
په دغه برید کې د کندهار امنیت رییس جنرال عبدالمومن، هم وژل شوی دی.
په دغه برید کې د پولیسو ۴۰۴ میوند زون قومندان جنرال عبدالنبي الهام حسین خېل هم ټپي شوی. د هغه کورنۍ وايي چې هغه اوس د هېواد په یوه پوځي روغتون کې بستري دی.