گوناگون
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره ځانګړې مرکه
په دې خپرونه کې کوربه، لطف الله نجفیزاده د ملي یووالي حکومت له اجرائيه رئیس، عبدالله عبدالله سره د هېواد پارلماني ټاکنو په اړه خبرې کړې دي.
د ملي یووالي حکومت اجرائيه رئیس، عبدالله عبدالله وايي د هېواد د ولسي جرګې په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون دا ښکاره کړه چې خلک ترهګرۍ او تاوتریخوالي نه بلکې دموکراسي او ولسواکي غواړي.
اجرائيه رئیس له طلوع نیوز سره په خبرو کې زیاته کړه:«د ټاکنو پیغام د خلکو لخوا د ترهګرۍ، تاوتریخوالي او د دښمنانو چلوټیو ردول دي.»
ښاغلي عبدالله همداراز د شنبې ورځې د ټاکنو په بهیر کې د ستونزو یادونه وکړه او خپله تجربه یې یاده کړه:«د رای ورکوونکو نوملړ ستونزه درلوده، ما هم کله چې نن رایه ورکوله له ستونزې سره مخامخ شوم ـ د ع توری په نوملړ کې نه پیدا کېده.»