د حکومت اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله پراخ مخابراتي پوښښ او انټرنیټي اسانتیاوې لویه لاسته راوړنه بولي.
ښاغلي عبدالله د مخابراتو نړیوالې اتحاديې په غونډه کې وویل، افغانستان په دې برخه کې د پانګونې لپاره زمینه برابره کړې ده.
په دې خپرونه کې کوربنه زرمینه محمدي له مسافر شاه خراساني سره په همدې اړه خبرې لري، مېلمه په مخابراتي برخه کې د معلوماتو خاوند دی.
د خپرونې بل مېلمه د پوهنتون استان او د اقتصادي چارو کارپوه صیام پسرلی دی، چې د افغانستان او ایران د ګډ نندارتون په اړه خبرې لري.
د خپرونې وروستۍ برخه کې د شهیدانو او معلولینو د مرکزي دفتر له رییس محمد یاسین حقپرست سره د معلولینو د حقونو په برخه کې د فساد د مخنیوي اړوند خبرې بحث لیدلی شئ.