د عامې روغتیا چارواکي د نړیوالو روغتیايي بنسټونو په همکارۍ په پلازمېنه کابل کې د شکر ناروغۍ معلومولو لپاره کمپاین پیلوي.
دغه کمپاین چې چهارشنبه او پنجشنبه به په کابل ښار کې دوام ومومي، د نوومبر څورالسمې ورځې په مناسبت، چې د شکر ناروغۍ نړۍواله ورځ بلل کېږي، پیل شوی دی.
د عامې ورغتیا وزارت د ناساري ناروغیو د کنټرول مسوول سید حبیب اروال وايي هیله لري چې ډېر خلک به په دې کمپاین کې برخه واخلي.
هغه زیاته کړه: «هیلهمن یم چې ډېر شمېر خلک به د خپلې وینې د شکر کتلو لپاره راشي، چې شکر معلوم کړي او بیا يې په اړه تصمیم ونیسي.»
کابل ښاریان سبا (چهارشنبه، د لړم ۲۳مه) بابر بڼ کې او بله ورځ (پنجشنبه، د لړم ۲۴مه) شهر ارا (باغزنانه) کې خپلې وینې معاینه کړي.
د نړیوال روغتيايي سازمان استازی ریچارد پیپرکورن وايي، هغه هېوادونه چې شکر ناروغي پکې مخ پر زیاتېدو ښکاري، یو هم افغانستان دی.
هغه وویل: «د نړیوال روغتيايي سازمان لپاره د مدیترانې ختیځه سیمه کې چې افغانستان هم پکې راځي، له بده مرغه د لوړ شمېر شکر ناروغانو شاهدان یو، دې سیمه [د مدیترانې ختیځ] کې ۴۳میلیونه کسان د شکر ناروغي لري، په هرو اوو زېږېدلیو کې یو له دې ناروغۍ اغېزمن وي. ځکه خو باید د میندو او نوي زېږېدلو ماشومانو په اړه زده کړې ته پام وکړو.»
په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت معینه ماموسی زېور، وايي: «په منځنیو کورنیو کې نږدې نیم عواید د دې ناروغانو په درملنه مصرفېږي، نو ځکه که د دې ناروغۍ مخه ونیسو، له اقتصادي اړخه هم مرسته کوي او د فقر په کمولو کې هم.»
د ډاکټرانو په باور که دا ناروغي کنټرول نه شي، نو په ناروغ کې د نورو ناروغیو د را پیدا کېدو اندېښنې هم زیاتېږي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ له ۲۰۱۲ز کال راهیسې ۱۹۵۰۰ تنه د همدې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.