د ټاکنو خپلواک کمیسیون له لوري تر اوسه پورې د لسو ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان شوې، چې ټول پکې ۳۶ تنه بریالي اعلان شوي دي.
د دې کسانو په منځه کې ۲۲ تنه داسې کسان دي، چې وړاندې تر دې د ولسي جرګې غړي نه و او دا يې لومړۍ تجربه ده.
که دې پایلو ته په کتو نورې هم همداسې قیاس شي، نو د راتلونکې ولسي جرګې ډېری برخه به نوي وکیلان وي، خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې تر اوسه لا وختي ده، چې دا پرېکړه وشي.
د دې کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي وايي: «ځینې پخواني وکیلان هم بریالي شوي، خو بالاخره تصمیم، د خلکو تصمیم دی، چې څوک ټاکي.»
د ولسي جرګې غړی داکټر رمضان بشردوست د بریاليو نوماندانو اړوند وايي، که دوی لس سلنه ژمنې هم عملي کړي، نو زموږ وضعیت به ورسره سل سلنه بدل شي.
هغه طلوعنیوز ته وویل: «که دوی د خپلو ژمنو لس سلنه عملي کړي، زه باوري یم، چې زموږ د اقتصادي، سیاسي، فرهنګي، ټولنیز او بهرني تاریخ او همدرانګه نظامي به سل سلنه بدل شي.»
په دې بریالیو نوماندانو کې یو هم ظهرالدین ملکزاده دی، چې له بامیانو نه يې په لومړنیو پایلو کې ولسي جرګې ته لار موندلې.
هغه شاوخوا ۴۷ کاله عمر لري، پر سوداګرۍ بوخت دی، وايي د «ټولو هېوادوالو د حقونو تساوي، د ښځو او نارینهو او متوازن انکشاف» لپاره هڅه کوي.
د ولسي جرګې ټاکنې چې د تلې میاشتې په وروستیو کې دوه ورځو کې ترسره شوې، د پنځو ولایتونو لومړنۍ پایلې يې تېره جمعه (د لېندۍ دویمه) اعلان کړي.
په لومړني اعلان کې له دایکندې، فراه، جوزجان، ارزګان او بامیانو نه د بریالیو کسانو نومونه یاد شول، چې تېره ورځ (یکشنبه، د لېندۍ ۴مه) د لغمان، کاپیسا، نیمروز، پنجشیر او زابل د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسؤلین وايي په تدریجي ډول به د څو ـ څو ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلانوي.