د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سوریې د فرات سیند په ختیځ کې د پوځي عملیاتو له پیله خبر ورکوي او وايي چې دغه پوځي عملیات به تر هغې دوام ورکړي چې ترهګر له منځه تللي نه وي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې امریکا د دغو پوځي عملیاتو په اړه اندېښنه ښودلې وه خو د ترکیې ولسمشر وايي چې په دې اړه یې له خپل امریکايي سیال سره خبرې کړې دي.
ښاغلي اردوغان په دې اړه وویل:«تېره اوونۍ، ما رسماً اعلان وکړ چې د فرات سیند په ختیځ کې پوځي عملیات پیلوو. ایا موږ دا عملیات پیل نه کړل؟ بلې موږ ترسره کړل او اوس موږ هغه تعقیبوو. موږ له ډونلډ ټرمپ سره خبرې وکړې هغه موږ ته مثبت ځواب راکړ. اوس موږ دا کار تر هغې تعقیبوو چې په سیمه کې وروستی ترهګر له منځه یوسو.»
دا په داسې حال کې ده چې ترکیې تېره اوونۍ هم د فرات سیند په اړوند برخو کې عملیات ترسره کړي وو.
د ترکیې ولسمشر څرګنده کړه:«زموږ د پولې په ۵۰۰ کیلومټرۍ کط په ځانګړې توګه د لارې په مسیر کې، هېڅ امریکايي سرتېري ته زیان نه رسوو. موږ د سوریې په خاوره کې خپل پوځي عملیات هر وخت او هر موقعیت کې چې پر هغه پروګرام لرو پیلولای شو. زموږ ځواکمن پوځ چمتو دی. لکهڅرنګه چې مو ویلي موږ به یوه شپه ناڅاپه راشوو.»
ترکیه وايي چې دمګړۍ له سوریې ترهګر ترکیې ته لېږدول کېږي او دا د ترکیې لپاره یو جدي ګواښ دی.
د ترکي چارواکو په وینا، اوسمهال د «پي ک ک» جنګیالي د فرات سیند په ختیځ کې ترهګریز بریدونه مدیریت کوي.