د پاکستان یوې محکمې، د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر نوازشریف د فساد او اخلاس په تور په اوه کاله بند محکوم کړ.
د پاکستان جیونیوز رپوټ ورکړی چې ښاغلی شریف د درېیم ځل لپاره ونه توانېد چې پر ده له لګېدلو تورونو ځان سپین کړي. پر هغه تور دی چې په سعودي عربستان کې د اختلاس پر پیسو یې د فولادو یوه کارخونه پېرلې ده.
د رپوټونو پر بنسټ ټاکل شوې ده چې نوازشریف ډېر ژر د «ادیلا» زندان ته ولېږدول شي.
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر، د همدغې محکمې له خواپه جولای میاشت کې په لس کاله بند محکوم شوی و چې په همدې دلیل له واکه لیرې کړل شو. خو شریف په سپټمبر میاشت کې د استیناف غوښتنې له امله له زندانه ازاد کړل شو.
په ورته وخت کې، د نوازشریف ډېری پلویان د محکمې د حکم په غبرګون کې د محکمې د ودانۍ مخې ته راغونډ شوي دي.
هغوی وايي چې د ښاغلي شریف دوسیه سیاسي ده. له دې وړاندې د نوازشریف پلویانو ګواښ کړی وه کهچېرې ښاغلی شریف بندي شي، هغوی به په پراخ لاریون لاس پورې کړي.