ولسمشر غني، په جلا جلا فرمانونو کې، د ټاکنیزو کمېسیونونو د نویو غړو او د دارالانشا رییسانو نومونه اعلان کړل.
د دغو فرمانونو پر بنسټ، سیدعصمت الله مل، مولانا محمد عبدالله، اورنګ زیب، محمد حنیف دانشیار، مسافر قوقندي، حوا علم نورستانۍ او رحیمه ظریفي د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د نویو غړو او همدارنګه محمد قاسم الیاسي، زهره بیان شینوارې، مولوي دین محمد عظیمي، محمد یونس طغرا و سید قطب الدین رویدار د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیونونو د نویو غړو په توګه معرفي کړل.
اخوا بیا حبیب الرحمن ننګ د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس او چمن شاه اعتمادي بیا د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د دارالانشا رییس په توګه معرفي کړي دي.
د جمعې په ورځ (د کب په ۱۰ مه) د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د غړیتوب لپاره د ۸۱ نوماندانو له ډلې ۱۴ تنو ته ډېرې رایې ورکړې.
ولسمشر د دغو ۱۶ تنو له ډلې اوه تنه د ټاکنو خپلواک کمېسیون د غړو او پنځه ته د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون او دوه تنه هم د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د دارالانشا رییسانو په توګه معرفي کړي دي.