د ټکوانډو تنکیو ځوانانو ملي لوبډلې ته د غوراوي سیالیو نهم پړاو نن شنبې (د وري په ۱۷ مه) کابل کې پیل شوې.
په دغو سیالیو کې د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه ۲۰۰ لوبغاړو د ۲۴ ډلو په چوکاټ کې ګډون کړی وو. په دغو سیالیو کې په ایران او پاکستان کې د کډوالو دوه لوبډلو هم ګډون کړی وو.
د دغو سیالیو جوړونکي وايي چې ټاکل شوې د دغو سیالیو په پای کې، ۴۰ غوره څېرې په ۱۰ بېلابېلو وزنونو کې د تنکیو ځوانانو ملي لوبډلې ته غوره کړل شي.
دغه سیالۍ په داسې حال کې جوړېږي چې له دې مخکې، د ټکوانډو ډېر عمره ملي لوبډلې ته د غوراوي سیالۍ ترسره شوې وې.