د ارغوان ګل اوم فېسټیوال د یکشنبې په ورځ ( وري په ۲۵مه) د پروان ولایت د چاریکار ښار په ګل غونډۍ کې ترسره شو.
په دغه فېسټیوال کې، ځينې حکومتي چارواکي، د هېواد د بېلابېلو ولایتونو په سلګونه تنو په ځانګړو توګه مېرمنو ګډون کړی وو.
د موسیقۍ ترسره کول، د سرګرمۍ او تفریح پروګرامونه او همدارنګه د کرنیزو توکو او نقاشۍ نندارتون د دغه پروګرام له برخو څخه وو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیالې مژګان مصطفوي په دې اړه وویل:«نوی کال مو د ننګرهار په ښکلي ولایت کې د نارنج ګل له فېسټيوال سره پیل کړ او نن مو د ارغوان ګل په فېسټيوال کې ګډون کړی دی او دا ډېر د خوښۍ ځای دی.»
د ارغوان ګل اوم فېسټيوال په داسې حال کې جوړېږي چې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې له زور اخیستو سره جوخت د سولې لپاره هم هڅې چټکې شوې دي.
په فېسټیوال کې ګډون کوونکي وايي چې هیله لري هېواد کې جګړه پای ته ورسېږي او سوله رامنځته شي.
په سږني فېسټيوال کې د ښځو حضور پراخ و. ځينې دغه مېرمنې وايي چې د دا راز فېسټیوالونو جوړېدل کولای شي د یو بل منلې او تاوتریخوالي ته د نه ویلو لپاره اغېزمن وي.
د دغه فېسټيوال یوه تنه ګډون کوونکې سحر وايي:«د افغانستان کړېدلي خلک دا راز پروګرامونه خوشحاله کوي او د دې لامل کېږي چې خپل غمونه هېر کړي.»
د دغه فېسټيوال بله ګډون کوونکې شیما هم څرګندوي:«انسان دا شان پروګرامونو او ښو ځایونو ته اړتیا لري څو له هغوی ناخوالو څخه چې په ښار کې یې لري خوند واخلي.»
د ارغوان ګل فېسټیوال له ۱۳۹۰ کال راهیسې هر کال د ارغوان ګل له غوړېدا سره سم لمانځل کېږي