د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه ۱۳۹۸ د غويي ۱۹مه نېټه
د کورنیو وزارت وايي په کابل کې د چهارشنبې(د غويي په ۱۸مه نېټه) د کونټرپارټ انټرنشنل په نامه پر یوه بهرني بنسټ د برید د وژل شویو شمېر ۹ کسانو ته ورسید.
یاد وزارت وايي په دې برید کې چې مسوولیت یې طالبانو ومانه، ۲۰ تنه نور ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت د مالوماتو له مخې په وژل شویو کسانو کې ۶ پوځيان او د یوې ښځې په ګډون درې ملکي کسان شامل دي.
په دې برید کې د کونټر پارټ دفتر ته نېږدې د کورنو او دفترونو ودانیو ته درانه زیانونه اوښتي دي.
تېره ورځ د کابل لسمې حوزې په سیمه کې غرمه مهال کابو دولس بجې د کونټر پارټ پر دفتر برید وشو.