تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: د حکومت د پای له اړه د ثبات او همپالنې ډلې خبرې
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډله وايي چې د اساسي قانون پر بنسټ د ملي یووالي حکومت کاري دوره پای ته رسېدلې او ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماندان باید په دې اړه سره خبرې وکړي.
د ثبات او همپالنې ټاکینزې ډلې دویم مرستیال اسدالله سعادتي وايي چې د ولسمشر واکونه باید کم کړل شي او همدارنګه ولسمشر باید د خپلو ټاکنیزو سیالیو لپاره له دولتي امکاناتو کار وا نه خلي.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د حقوقي چارو کارپوه، خالد نور
د حق او عدالت ګوند رییس، معین څمکنی
د سیاسي چارو کارپوه، حمیدالله هوتک