د ملي امنیت عمومي ریاست په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د کندهار پر امنیه قومندانۍ برید په پاکستان کې پلان شوی و.
په دغې خبرپاڼه کې راغلي دي چې کندهار کې د تېرې ورځې برید د پاکستان په چمن سیمه کې پلان شوی و.
خبرپاڼه زیاتوي بریدګرو په منظمه توګه په پاکستان کې د ملا اغا په نامه کس لخوا سوق اداره او رهبري کېدل.
ملي امنیت د غږیزو کسټونو په استولو سره وايي چې په پاکستان کې د برید پلانونکو او بریدګرو ترمنځ خبرې دي.
د ملي امنیت د چارواکو په وینا، دا ډول کړنې د سولې د روانو هڅو د لهمنځه وړلو لپاره ترسره کېږي.
کندهار کې د تېرې ورځې برید مسوولیت طالبانو په غاړی اخیستی، په دغه برید کې ۱۲ تنه وژل شوي او څه باندې سل تنه نور ټپيان شوي دي.
طالبانو د ملي امنیت د دغو څرګندونو له ردولو سره وايي چې د دغې ډلې ټول بریدونه دننه په هېواد کې پلانېږي.
په دې اړه مو اندونه