د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۸ د زمري ۲۵مه نېټه
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې احتمالي هوکړې د لاسلیک په درشل کې، د امریکا یوه مشهور سناټور لینډسي ګراهام، د امریکې ولسمشر ته ګواښ کوي چې بده هوکړه کولای شي ترهګر په ټوله نړۍ کې خواره کړي.
دغه امریکایي سناټور په خپل ټوېټرپاڼه کې لیکلي چې ټرمپ، باید د امریکې د مخکني ولسمشر بارک اوباما له تېروتنو درس واخلي.
هغه وايي چې د القاعده او نورو ترهګرو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي په کار کې پر طالبانو اعتماد، له ایران سره د بارک اوباما د اټومي هوکړهلیک له لاسلیک څخه ستره تېروتنه ده.