د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۸ د وږي لومړۍ نېټه
د طالبانو پر مهال پاکستان کې افغان سفیر عبدالسلام ضعیف وايي چې د سولې هوکړهلیک به تر راتلوونکو څو ورځو پورې وروستۍ شي او د طالبانو په استازیتوب بخ ملاعبدالغني برادر دغه هوکړه لیک لاسلیک کړي.
ښاغلي ضعیف له طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي چې امریکايي استازي غواړي د هوکړې متن کې باید دا ولیکل شي، چې وسلهوال طالبان به له ټولو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کوي.
دغه طالب چارواکی همدارنګه زیاتوي چې دواړه لوري په ۱۵ تر ۲۴ میاشتو کې د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو او همداراز د ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي لپاره د تضمین په اړه بشپړې هوکړې ته رسېدلي دي.