په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولی دفتر(یوناما) له ټاکنیزو او امنیتي بنسټونو غواړي چې د رایې ورکړې لپاره د افغانستان د خلکو د قانوني حق څخه د دفاع په موخه هیڅ هڅه سپما نکړي.
یوناما د ټاکنو خپلواک کمیسیون، د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون، د مدني ټولنو، نوماندانو او نورو ټولو ښکېلو ادارو، چې د باوري او رڼو ټاکنو لپاره کار کوي، څخه غوښتنه کوي چې د رایه ورکولو څخه وړاندې خپلې هڅې دوه برابره کړي، تر څو ټول په شرایطو برابر افغانان له خپل قانوني حق څخه په ګټې اخیستنې د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکړي.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو وویل:« د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وروستۍ اونۍ په غونډه کې د استازو یو قوي او روښانه پیغام دا و چې نړیواله ټولنه د سپتمبر د ۲۸ مې نېټې د ولسمشرۍ ټاکنو څخه په بشپړ ډول ملاتړ کوي.»
خبرپاڼه کې همداراز راغلي دي چې نه یوازې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د ټاکنو د شکایتونو کمیسیون. نوماندان ، د مدني ټولنې سازمانونه، رسنۍ ، عالمان او نور په دې برخه کې مهم رول لري چې د رای ورکوونکو په سره راټولولو کې هڅې وکړي.
ښاغلي یاماموتو په دې اړه زیاته کړې ده:«باوري ټاکنې په ولسواکۍ کې د زړه حیثیت لري، او د رای ورکولو حق له بیلابیلو لارو د افغانستان کې د تېرو ۱۸ کلونو په اوږدو کې د ډیموکراتیک پرمختګ ستره نښه ده."
خبرپاڼه کې همداراز راغلي دي چې یوناما ژمنه د ه چې د خپل ماموریت او واک سره سم د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په مالکیت د باوري، رڼو او ټول شموله ټاکنو په ترسره کولو کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د ټاکنو د شکایتونو له کمیسینونو سره مرسته وکړي.
د یوناما په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې تمه کېږي ټول نوماندان او رایې ورکوونکي د رڼو ټاکو په ترسره کولو کې خپله ونډه ادا کړي.