دولتي ځواکونو د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې لس کلي چې د څه باندې څلورو کلونو راهیسې د داعش ډلې په ولکه کې وو د لس ورځنیو عملیاتو په لړ کې بېرته ونیول.
د ملي پوځ یو قومندان د طلوع نیوز خبریال ګلابالدین غبار ته چې د دغه رپوټ د چمتووالي لپاره اچین ته تللی، ویلي چې په اچین کې د داعش ډلې ډېری غړي بهرنیان دي.
ګلابالدین غبار وايي چې د اچین «باندر دره»چې د داعش ډلې یو له مهمو مرکزونو څخه دی او همدارنګه د «لېواني کلی» هم د داعش ډلې او دولتي ځواکونو ترمنځ د جګړې لومړی کرښه ده.
ځايي چارواکي وایي چې د داعشیانو له لوري ایښودل شویو ماینونو داعملیات پڅ کړي دي.
د سیمه ییزو پولیسو قوماندان سیدا ګل په دې اړه وویل:«دلته په یوه کور کې د ملي پوځ په مرسته له شلو زیات ماینونه کشف او شنډ کړل.»
له هماغه لومړي سره داعش ډله د ننګرهار په همدې برخه (اچین) کې پیدا شوه؛ د دې ځای اوسېدونکو د خپلو کورونو پرېښدو ته اړشول.
د طلوع نیوز خبریال ګلابالدین غبار وايي چې په تېرو څلورو کلونو کې د داعش ډلې غړو له خپلو کورنیو سره همدلته ژوند کاوه او ځينې دا ځمکې یې د ځان لپاره کرلې دي. خو پر ډېریو دغو برخو کې ماینونه اېښودل شوي دي.
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د څلورلسمې پلې لوا قوماندان کریم نیازی څرګندوي:«داعش د ننګرهار په دغو څو سرحدي ولسوالیو ک دي... په کلیو کې دي.»
دا دره د ننګرهار په سوېل کې د نازیانو، دوربابا، ده بالا، او پچیر آګام سیمو ته نژدې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پرته ده.
رپوټونه وایي چې دا ډله د ننګرهار په ګاونډیو ولایتونو له هغې ډلې په ننګرهار کې د ځای پر ځای کېدو به حال کې ده.
دوه کاله وړاندې هم د امریکا پوځ خپل تر ټولو لوی غیر اټومي بم په همدې ولسوالۍ کې د داعش ډلې د ځپلو په موخه واچوه.
د اچین ډېری کلي د داعش ډلې له حضور او د خلکو له کډوال کېدو وروسته تش تر سترګو کېږي.