د افغانستان د کرېکټ د نولس کلنو ملي لوبډلې په خپله وروستۍ او پنځمه لوبه کې هند ته د دوه ویکټو په توپير ماتې ورکړه.
د هېواد ملي لوبغاړو په دغو سیالیو کې وتوانېدل چې د هند په وړاندې دوه بریاوې او درې ماتې په خپلې کارنامه کې ثبت کړي.
د دغو یو ورځنیو سیالیو د ترسره کېدو موخه، راتلوونکي زیږدیز کال کې د نړیوال جام سیالیو لپاره د ملي لوبډلې د چمتووالی ښودل شوی دی.
د کرېکټ یو ورځنۍ سیالۍ، لس ورځې مخکې د افغانستان په کوربتوب د لکنو ښار کې پیل او نن (شنبې د لیندۍ په ۹مه) پای ته ورسېدې.
د افغانستان د کرېکټ نولس کلنې ملي لوبډلې یو ورځنیو سیالیو کې د حضور لپاره، کابل کې یو میاشتنی تمرین ترسره کړی و.