امریکايي سرچینې طلوع نیوز ته وايي چې امریکا په قطر کې د سولې خبرې اترې نن (شنبې د لیندۍ په ۱۶مه) له سره پیل کړې.
د دغو سرچینو په وینا، دا خبرې به د تاوتریخوالي کموالي ته متمرکزې وي. چې د افغانانو ترمنځ مذاکرې او اوربند ته لاره هواره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دوه ورځې مخکې د خپل نوي سفر په لړ کې کابل ته راغی او د افغان حکومت مشرانو او ځينو سیاسي څېرو سره یې د سولې بهیر په اړه خبرې اتړې وکړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ په یوې خبرپاڼه کې وویل چې ښاغلی خلیلزاد کابل کې له سلامشورې وروسته به دوحې ته ولاړ شي او له طالبانو سره به خبرې اترې پیل کړي - هغه خبرې چې د روان زیږدیز کال د سپټمبر میاشت کې د امریکا د ولسمشر له خوا درول شوې وې.
د سولې له خبرو اترو خبرې سرچینې وايي چې خلیلزاد کابل کې له سیاسي څېرو سره په لیدنه کې له هغې ډلې له مخکني ولسمشر حامد کرزي سره په لیدنه کې وویل چې طالبان له امریکا سره د هوکړې تر لاسلیک وروسته، په افغانستان کې به تاوتریخوالی کم کړي.