د نعلو بند څلورم توربین چې له دولسو کلونو راهیسې غیرفعال و، نن (جمعه، د لیندۍ ۲۲مه) بېرته فعال کړل شو.
د برېښنا شرکت وايي چې د دغه توربین له کارېدو سره، د هېواد د برېښنا شبکې ته ۲۵ مېګاواټه برېښنا زیاتېږي.
خو د دغه شرکت رییس امان الله غالب وايي:«د دغه توربین له کارېدو سره، به لس زره پېرودونکو ته به برېښنا ورسېږي او د دغې پروژې ترڅنګ، موږ د برېښنا ځینې نورې پروژې هم په کار اچوو.»
ورته مهال، د مالیې سرپرست محمد همایون قیومي وايي چې د نغلو بند د څلورم توربین له لږ لګښت سره د برېښنا شرکت د کارکوونکو لخوا بیارغول شوی دی.
هغه زیاتوي:«د ویاړ ځای دی چې دغه ستره پروژه په خپله د برېښنا شرکت بیارغولې ده.»
له دې سره هم مهاله، د برېښنا شرکت د نغلو بند پر کاسې د لمریزې برېښنا د تولید دستګاوو له نصبېدو خبر ورکوي.
د دغه شرکت چارواکي وايي چې د دغې پروژې له عملي کېدو سره څه باندې ۲۰ میګاواټه لمریزه برېښنا به د هېواد د برېښنا پر شبکې اضافه شي.