لویې څارنوالۍ د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنيوي لپاره د څارنوالانو د همغږۍ لپاره په کابل کې یوه غونډه جوړه کړه.
دغې غونډې ته له ټول هېواده ۱۵۳ څارنوالان رابلل شوي وو، چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنيوي لپاره د دوسیو د غوره څېړلو لپاره له یو بل سره همغږي شي.
دا غونډه د لویې څارنوالۍ لخوا د درېیو ورځو لپاره جوړه شوې ده.
لويه څارنوالي له دغو څارنوالانو غواړي د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره باید ستونزې ومني او د ناوړه دودونو په وړاندې ودرېږي.
د لویې څارنوالۍ سرپرست نور حبیب جلال په دې اړه وویل:«د دې لپاره هغو حقونو ته د رسېدو لپاره چې د افغانستان اساسي قانون کې راغلي، او همدارنګه د ژوند، تحصیل، سفر، د ژوند د ملګري ټاکلو، او داسې نور.. حقونه.»
د بشري حقونو او نړیوالو اړیکو په چارو کې د دولت وزیره سیما سمر وايي:«بې وزلي د دې لامل کېږي چې په کورنیو کې تاوتریخوالی ډېر وي، روغتیايي خدمتونو ته د بې وزلو کورنیو نه لاسرسۍ دی.»
له بل خوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرسته د لویې څارنوالۍ لخوا د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د ریښو د موندلو غوښتنه کوي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرسته حسینه صافۍ په دې اړه څرګندوي:«موږ ډېر قوانین، کړنلارې، تګلارې هر څه لرو؛ نو بیا هم ستونزه په څه کې ده.زما په اند لویه څارنوالي په ځانګړې توګه او هغه معنیت چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنيوي په برخه کې کوي، باید ډېر ټنیګار پر ده څيزونو وکړي، د قوانینو عملي کېدل او دویم څارنه.»
کریمه نړیوال چې د یوه دوه کلن ماشوم مور او د نورستان د لومړنۍ محکمې څارنواله ده د خپلو کارونو د همغږۍ لپاره کابل ته راغلې ده.
هغه وايي نورستان درې ښځینه څارنوالانې لري.
په نورستان کې څارنواله کریمه نړیوال وايي:«په دې خفه کېدم چې هلته ښځينه څارنوالانې نشته، هغه خونیدې چې خپل غږ پورته کړي؛ د هغوی غږ نه پورته کېږي یعنې یوه ښځه نه شي کولای چې نارینه ته د خپل زړه حال ووايي، اولینه ښځه زه وم چمتو شوم چې نورستان ته ولاړه شم.»
د لویې څارنوالۍ د مالوماتو له مخې زابل او پکتیکا هغه ولایتونه دي چې تراوسه ښځینه څارنوالانې نه لري.