د ایران روغتیايي چارواکي شنبې(د کب په ۱۷مه نېټه) په دغه هېواد کې د کرونا ویروس له کبله د ۱۴۵ له مړه کېدو خبر ورکړ.
د ایران روغتیايي چارواکو په خبره، په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر په دغه هېواد کې له ۶ زرو اوښتی دی.
د روغتیا نړیوال بنسټ پلاوی چې ایران ته تللی دی، وايي په یاد هېواد کې د روغتیا پالانو او ډاکټرانو کار د ستاینې دی، خو ټینګار کوي چې باید د کرونا ویروس له منځه وړو لپاره ډېر کار وشي.
د روغتیا نړیوال بنسټ د بېړنیو عملیاتو رییس، ریک برینان په دې اړه وايي:«موږ ټول باید چې ډېر کار وکړو. زه کولی شم، ژمنه وکړم، دا چې د روغتیا نړیوال بنسټ به د ایران له حکومته ملاتړ وکړي، څو کرونا ته ماته ورکړي. موږ ډېر خوشبین یوو چې یو ځای به فوق العاده پرمختګ ولرو.»
په ایران کې له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې لویه ستونزه د ساتونکو توکو نشتوالی دی چې ډاکټران او روغتیاپالان یې وکاروي.
که څه هم د روغتیا نړیوال بنسټ په ټوله نړۍ کې د یادو توکو د کمښت خبرورکړی دی، خو ایران وايي چې د امریکا بندیونو له کبله ایراني رغتیاپالان او ډاکتران د توکو له کمښت سره مخامخ دي.
د روغتیا نړیوال بنسټ استازی، کرستوف همیلمن څرګندوي:«موږ د روغتیا نړیوال بنسټ د ملګرو ملتونو ټولو غړو هېوادونو سره یوځای هڅه کوو چې ساتونکي توکي ډېر ژر ایران ته واستوو.»
په وروستیو ورځو کې ایران پر دغه هېواد د امریکا متحده ایالاتو د لګېدلو بندیزونو له کبله نیوکې کړې دي.