د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې چهارشنبه(د غويي په ۳۱مه نېټه) په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۵ میلیونو واوښت.
لاتینې امریکا کې یوازې تېره اوونۍ له ۹۱ ډېر کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي چې د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي هېوادونو ډېر شمېر دی.
د کرونا ویروس د تېر زیږدیز کال په فبروري میاشت کې چین کې ولیدل شو او وروسته له هغې امریکا اروپا او نورو هېوادونو ته خپور شو.
د لاتینې امریکا په هېوادونو کې تېرو ورځو کې ډېرې پېښې په برازیل کې ثبت شوې دي چې له المان، فرانسې، بریتانیا، امریکا او روسیې ډېر شمېر دی.
د چین ووهان ښار کې د کرونا ویروس له لیدو دوې اوونۍ وروسته نړۍ کې نېږدې یو میلیون کسان په دې ناروغۍ اخته شول.
تر اوسه نړۍ کې د کرونا ویروس له کبله له ۳۳۰ زرو ډېر کسان مړه شوي او نېږدې دوه میلیونه نور روغ شوي دي.
په داسې حال کې چې نړۍ کې د کرونا ویروس د پراختیا په حال کې دی، خو ډېرو هېوادونو پر تګ راتګ لګول شوي بندیزونه لیري کړي دي.