د مکسیکو روغتیايي چارواکي یکشنبې (د غبرګولي په ۱۱مه نېټه) اعلان کړی دی چې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۹۹۳۰ ته رسېدلی دی.
د دغو چارواکو د مالوماتو له مخې د مثبتو پېښو شمېر هم ۹۰۶۶۴ ته رسېدلی دی.
روسیې همداراز په یوه شپه ورځ کې د کرونا ویروس د ۹۲۶۸ مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکړی دی.
اوس مهال روسیه کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښېو شمېر ۴۰۵۴۰۵ زره او ۸۴۳ ته رسېدلی دی.
مالیزیا هم تېره ورځ د ۵۷ تازه پېښو له ثبته خبر ورکړی دی او له دې سره دغه هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر له اوو زرو لوړ شوی دی.
ایټالیا کې با د قربانیانو شمېر له ۳۳ زرو اوښتی دی او له ۲۳۳ زرو ډېر پرې اخته دي.
دغه هېواد له امریکا، روسیې، اسپانیا، بریټانیا او برازیل وروسته د کرونا ویروس ډېرې مثبتې پېښې لري.
تر اوسه نړۍ کې د کرونا ویروس د ۳۷۲ تنه مړه کړي دي او ۶ میلیونه او ۱۷۱ زره نور پرې اخته دي.