د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د اوو بجو خبرونه، ۱۳۹۹ د غبرګولي ۱۲ مه نېټه
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د نوې کابینې معرفي کول د حکومت له لومړیتوب څخه دی او ډېر ژر به د کابینې غړي ولسي جرګې ته معرفي کړي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې اړه وايي:«د افغانستان د حکومت یو له لومړیتوبونو څخه دا دی چې ژر تر ژره د کابینې د غړیتوب لپاره نوماندان ولسي جرګې ته معرفي شي. په دې برخه کې څه پرمختګ شوی دی.»