د ایران ولسشمر، حسن روحاني چهارشنبې (د غبرګولي په ۱۴مه نېټه) خبرداری ورکړ چې که په دغه هېواد کې د کرونا ویروس پراختیا بیا چټکه شي، نو ګرځبنیدیزونه به بیا پیل کړي.
ایران په منځني ختیځ کې یوازېنی هېواد دی چې د کرونا ویروس له کبله یې ډېر زیان لیدلی دی.
په داسې حال کې چې ایران کې د کرونا ویروس تر خپرېدو وروسته، ګرځبندیزونه ولګېدل، خو دغه هېواد د امریکا لخوا د اقتصادي بندیزنو له کبله هم زیانمن شو.
ایران کې ګرځبندیزنه له اپریل میشاې وروسته، لږ لږ پورته شول، خو ځیني ځایونو کې چې د کرونا ویروس پېښې زیاتې شوې، بیا یې بندېزونه ولګول.
د چهارشنبې په ورځ د ایران د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۳۱۳۴ مثبتې پېښې ثبت کړې دي.
له دې شمېر سره په ایران کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر له ۱۶۰ زرو زیات شو.
همداراز د سې شنبې په ورځ ایران کې د کووید نوولس ناروغۍ له کبله اووه تنه مړه شوي او له دې سره د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۸۰۱۲ تنو ته ورسید.
روحاني زیاته کړه:«که د هېواد هره برخه کې خبرداریو ته پام ونشي، خدای دې ونکړي چې دا ناروغي بیا زیاته شي او مسوولین اړ دي چې بیا بندیزونه پیل کړي.»
هغه وړاندې وویل:«دا ناروغي به د عادي خلکو ژوند لپاره ستونزې رامنځته کړي او جدي زیانونه به ټولنې ته ورسوي.»
روحاني همداراز د سفرونو په تړاو هم ویلي دي چې باید له اساسي مواردو ووسي.