فراخبر
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
فراخبر: د فساد په تړاو د دومیک راپور
له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې د کمېټې د یوې څېړنې موندنې د دې ښودنه کوي چې د ګمرکونو د کارکوونکو او چارواکو سربېره، ځايي حکومتي چارواکي او سیمه ییز زورواکي، د پارلمان غړي او د کشفي، عدلي او قضايي بنسټونو غړي د ګمرکونو په فساد کې ښکېل دي.
د دغې کمېټې چارواکي وايي چې په ګمرکونو کې د فساد په تړاو په خپل وروستی رپوټ کې وایي چې د ګمرکونو د پنځوسو کارکوونکو د ګومارنې دوسیې یې څېړلي یې دي؛ خو هېڅ یوه یې له وړاندیز او منظورۍ پرته د استخدام اړوند اسناد نه لرل.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
په دې اړه مو اندونه