د ارزګان ځايي امنيتي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په دهراوود ولسوالۍ کې پر موټرسيکل د ماين چاودنې له امله د يوې کورنۍ څلور تنه غړي وژل شوي دي.
د ارزګان د والي وياند زړګی عبادي د پېښې پخلی کوي او وايي، چې د يوې کورنۍ غړي پر موټر سايکل سپاره او د خپلوانو کور ته د اختر مبارکۍ په موخه روان وو، چې په لار د وسله والو طالبانو له لوري پر يوه خښ کړل شوي ماين پرې چاودنه وکړه، څلور تنه په کې ووژل شول، چې ټول د يوې کورنۍ غړي وو.
نوموړی وايي، پېښه تېره ورځ مازديګر مهال رامنځته شوې او په دغې پېښه کې يوه مېرمن دوه ماشومان او یو ځان وژل شوي دي.
تراوسه د دغې پېښې مسووليت کومې وسله والې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.
دا په دې داسې حال کې ده چې د لوی اختر په درې ورځو کې د وسله والو طالبانو او افغان حکومت تر منځ اوربند هم شوی دی.