د سولې د مشورتي لویې جرګې ځينې غړي چې په پنځوسو کاري کمېټو کې یې د څلور سوه طالب بندیانو له خوشي کېدو سره هوکړې کړې ده؛ وایي چې د دغو څلور سوه طالبانو له هویته خبر نه دي.
د سولې مشورتي جرګې دغه غړي وايي د دې سربېره چې د جرګې له جوړونکو چارواکو څخه یې غوښتي دي چې د دغو ۴۰۰ طالب بندیان پېژاند د کاري کمېټو په واک کې ورکړي، خو د هېڅ یوه بندي د هویت په اړه معلومات د جرګې کمېټو ته نه دی ورکړل شوی.
د سولې د مشورتي لویې جرګې غړې حلیمه وايي:«موږ نه پوهېږو چې دوی غورچاڼ شوي. موږ ته کوم جدول نه دی راغلی. موږ نه پوهېږو چې څوک ازاد وو؟ د هېڅ یوه په نوم نه پوهېږو. که چېرې موږ مخالفت وکړو او که نه له وخته تعیین شوې وه؛ یوازې خلاصون یې زموږ پر غاړه واچوه.»
د سولې د مشورتي لویې جرګې بله غړې فریده احمدي هم څرګندوي:«موږ ته یې په کلي ډول معلومات راکړل چې د بېلګې په توګه سل تنه یې ځانمرګي دي، دومره شمېر یې قاچاق کوونکي دي او دا ډول وو، موږ ته کس کس ونه ویل شو چې څوک دي.»
د سولې د مشورتي لویې جرګې غړې خاطرې هم وویل:«موږ ته هېڅ نور را نه کړل شو. د جرم پر ډول یې نه پوهېږو چې چا کوم جرم کړی؟ موږ نه پوهېږو چې څوک ازادېږي.»
د سولې د مشورتي لویې جرګې غړي وایي چې د خپلو کمېټو له مشرانو یې د دغو بندیانو، د نوم، د جرم د ډول او هغه ولایت څرګندېدل غوښتي وو چې په کې نیول شوي دی؛ خو د دغو بندیانو د هېڅ یوه هویت یې نه دی څرګند کړی.
د سولې د مشورتي لویې جرګې غړی خداداد سلطاني وايي:«له بده مرغه نه دولت مشخص کړل نه هم نور استازو.»
د سولې د مشورتي لویې جرګې بل غړی فضل الحق محمدي هم وايي:«د دوستانو نظرونه همدا وو چې د هغوی پېژاند فاش شي. په خواله رسنیو کې خپور شي چې ټول پوه شي چې دوی څوک دي.»
سره له دې چې د سولې د مشورتي لویې جرګې رییس پرون اعلان وکړ چې دا څلور سوه تنه بندیان افغانان دي؛ خو د دې جرګې غړي دوی ته د حکومت له لوري د طالب بندیانو د هویت نه څرکندول د پوښتنې وړ بولي.
تر دې وړاندې د سولې د مشورتي جرګې مسوولانو ویلي دي چې د څلور سوه بندیانو په ډله کې ۱۵۶ تنه په اعدام محکومت دي، ۱۰۵ تنه یې د حق العبدي مسایل لري، ۳۴ تنه یې تښتوونکې دي، ۵۱ تنه د مخدره توکو د قاچاق په تور نیول شوي، ۴۴ تنه یې د افغان حکومت او د افغانستان د متحدو هېوادونو په تور نوملړکې شامل دي او شپږ بندیان د اخلاقي جرمونو په تور نیول شوي دي او د دغو څلورسوه بندیانو له ډلې د څلورو هغو جرمونه لا څرګند نه دي.