هېواد کې د کرونا ويروس ۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او ۷ تنه هم د یاد ویروس له کبله مړه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې چې نن(دوشنبې د زمري په ۲۰مه) یې له رسنیو سره شریکې کړې دي، ښیې چې تازه پېښې د ۳۳۲ مشکوکو کتل شویو نښو پایله ده.
د تازه ثبت شویو پېښو سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۷ زره او ۱۶۲ ته رسیږي چې له ډلې یې ۹۷۸۲ یې فعالې دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي چې ۱۸۱ تنه هم روغ شوي دي، او له دې سره هېواد کې د ټولو روغو شویو کسانو شمېر هم ۲۶ زره او ۲۲۸ تنو ته رسیږي.
تر اوسه د هېواد په لابراتوارونو کې ۹۶ زره او ۲۰۳ مشکوکې نښې لابراتوارونو کې کتل شوې دي.
په دې اړه مو اندونه