محور
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
محور: یوې اوونۍ کې ۶۷ ولسي وګړي د امنیت ضد پېښو کې وژل شوي
د کورنیو چارو وزارت وايي چې په تېره یوه اوونۍ کې د طالبانو د امنیت ضد پېښو کې ۶۷ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۷۹ نور ټپيان دي.
د دغه وزارت د شمېرو پربنسټ، طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې ۴۴۶ د امنیت ضد پېښې ترسره کړي دي.
په دغې خپرونه کې کوربه وحید احمدي په دې اړه له خپل مېلمه د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون له مشر لعل ګل لعل سره بحث او خبرې کړې دي.