تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: د سولې خبرو د پیل څرنګوالی
د ملي پخلاینې شورا ویاند فریدون خوځون نن چهارشنبې (د وږي په ۱۲مه) وویل چې د افغانانو ترمنځ خبرو اترو په وړاندې ټول خنډو لرې کړل شوي دي.
د هغه وینا، ټاکل شوې ډېر ژر د طالب بندیانو بهیر پای ته ورسېږي او وروسته مذاکرات پيل شي.
د طالبانو د ۳۲۰ ناندریزو بندیانو د خلاصون په لړ کې، نن د کندهار ځايي چاروکي وايي چې د دغې ډلې اته بندیان د دغه ولایت له بندخونو ازاد کړل شول.
د لانجمنو طالب بندیانو په خوشې کېدو کې له درېیو اونیو ځنډ وروسته دغه طالب بندیان اوس اوس په کندهار کې د افغان حکومت له بند خونې خوشې شوې دي.
په دغې خپرونه کې کوربه نعمت روان په دې هکله له خپلو مېلمنو سره بحث او خبرې کړې دي.
مېلمانه:
د ولسي جرګې پخوانی غړی، همایون همایون
د ساسي او پوځي چارو شنوونکی، محب الله زهیر
سیاسي فعال، ولي الله شاهین