رویټرز خبري آژانس نن سې شنبې(د تلې په ۸مه نېټه) راپور ورکړی چې نړۍ کې د کرونا ویروس له کبله د ټولو مړو شویو کسانو شمېر له یو نیم میلونو واوښت.
د راپور له مخې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د نړۍ په کچه د کرونا ویروس له ۵زرو او ۴۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.
امریکا، برازیل او هند به وار سره نړۍ کې د کرونا ویروس ډېر شمېر قربانیان لري.
امریکا کې تر اوسه په کوویډ۱۹ ناروغۍ له ۷ میلیونو او ۱۴۸ زرو کسانو ډېر اخته شوي او له ۲۰۵ زرو ډېر مړه شوي دي.
هند کې هم د اخته کسانو شمېر له ۶ میلیونو او ۷۴ زرو کسانو ډېر شوی او له ۹۵ زرو ډېر مړه شوي دي.
تر اوسه برازیل کې هم له ۱۴۲ زرو ډېر کسان مړه شوي او له ۴ میلیونو او ۷۴۵ زرو ډېر اخته دي.
د جمعې په ورځ د روغتیا نړیوال بنسټ اعلان وکړ، تر هغې چې په براخه کچه د کرونا ویروس واکسین نړۍ کې ونه ویشل شي، ښایې د دغې ناروغۍ اندازه دوه برابره شي او ښایې د قربانیانو شمېر یې له دوو میلیونو زیات شي.
تر اوسه له ۳۳ زرو او ۲۸۲ زرو ډېر کسان نړۍ کې په کرونا ویروس اخته شوي دي.