د شپني خبرونه
له TOLOnews څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۹ د تلې ۳۰ نېټه
د تخار ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه برید کې ۵۰ تنه امنيتي ځواکونه وژل شوي او ځينې هم ټپيان شوي دي.
هغه سرتېري چې له دغې جګړې ځانونه ژغورلي دي وايي چې له طالبانو سره په څو ساعته زښته سختې جګړه کې په ځلونه د مرستو غوښتنه کړې ده خو هغوی ته مرسته نه ده رسېدلې.