د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېره شپه ورځ کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۲۵۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د یاد وزارت د مالوماتو له مخې چې نن(پنجشنبې د لړم په ۲۹مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي دي، ښیې چې تازه پېښې د ۱۳۳۴ کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده.
په همدې حال کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کوویډ۱۹ پنځه ناروغان هم مړه شوي دي.
له تازه شمېرو سره هېواد کې د کرونا ویروس ټولې مثبتې پېښې ۴۴ زره او ۱۷۷ ته ورسېدې چې له ډلې یې ۷۱۸۸ یې فعالې دي.
د یادولو ده چې تازه پېښې ۷۸ کابل، ۷۱ هرات، ۵ کندهار، ۱۱ بلخ، ۲۳ ننګرهار، ۴ کندز، ۴ بادغیس، ۱۱ بدخشان، ۳۴ غزني، ۲ غور، ۶ فراه، او ۴ هم زابل ولایت کې ثبت شوې دي.