امریکا متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر له ۱۱ میلیونو او ۶۹۸ زرو واوښت.
دغه هېواد کې د یاد ویروس له کبله ۲۵۲ زره او ۴۱۶ زره کسان مړه شوي دي.
امریکا متحده ایالات په نړۍ کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له اړخه لومړی ځای لري.
په همدې حال کې د امریکا د جان هاپکینز پوهنتون واي چې تېرو دوو اوونیو کې دغه هېواد کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شویو کسانو شمېر په روغتونونو پنځوس سلنه زیات شوی دی.
د یاد پوهنتون د مالوماتو له مخې اوس مهال د دغه هېواد په روغتونونو کې کابو ۷۹ زره کسان د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله بستري دي.