د هېواد کرېکټ بورډ د کرېکت ملي لوبډلې د لوغاړي، راشد خان د لاسته راوړنو ستاینه وکړه.
راشد خان د ۲۰۲۰ زیږدیز کال په وروستیو کې د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا تېره لس ییزه کې د کرېکټ شل اوریزو لوبو کې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
هېواد کې د سپورټ برخې مسوولین د راشد خان لاسته راونې د افغانستان لپاره ویاړ بولي او زیاتوي چې نوموړی د ځوانانو هڅونې لپاره الګو دی.
په همدې حال کې د هېواد د کرېکت ځیني پخواني لوبغاړي وايي چې که هېواد کې ځوانانو ته په هره ورزشي څانګه کې د فعالیت زمینه برابره شي، کولی شي چې ښې لاسته راوړنې ولري.
راشد خان تېره اوونۍ د کرېکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو لوبو غړیتوب ترلاسه کړ.