د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو رامنځه ته شو – نشر ته چمتو شو: وروستی
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۹ د مرغومې ۱۲مه نېټه
قطر کې د افغانستان د مخکني سفیر، عبدالحکیم دلیلي مړی کابل کې خاورو ته وسپارل شو.
د نوموړي د جنازې مراسم نن (جمعه د مرغومې په ۱۲مه نېټه) کابل د ولسمشر غني او یو شمېر سیاسي څېرو په ګډون ترسره شول.
دغو مراسمو کې ولسمشر غني، په قطر کې د افغانستان پخوانی سفیر د افغانستان ملي ګټو لپاره اغېزمن وباله او زیاته یې کړه:«ښاغلي دلیلي په قطر کې د افغانستان د ملي ګټو او سولې په برخه کې ښه استازیتوب وکړ.»
عبدالحکیم دلیلي د سې شنبې په ورځ قطر کې د زړه ناروغۍ له کبله ومړ.