د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۹ د مرغومې ۲۸مه نېټه
د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي کې سرچینې وايي چې د دغه پلاوي له ټینګار سره، څو ورځې کېږي چې طالبان نه حاضرېږي د مذاکراتو د اجنډا د توحید لپاره په غونډو کې ګډون وکړي.
د مذاکراتو د دویم پړاو له پېلېدو نهه ورځې تېرېږی ټاکل شوې ده چې د دغو مذاکراتو په پېل کې اجنډا توحید شي. خو په نهو ورځو کې دواړو لورو یوازې درې غونډې کړي دي او د مذاکراتو د اجنډا د یو کولو په برخه کې هم پرمختګ نه دی شوی.
بلخوا د ملي روغې جوړې عالي شورا دا ځنډ د منلو وړ نه بولي.