Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د خبریالانو او مدني ټولنې فعالانو د هدفي وژنو ناڅرګندتیا

د خبریالانو او مدني فعالانو د هدفي وژنو څرنګوالی تر اوسه نه دی روښانه شوی. 

یوه میاشت وړاندې د ملي امنیت عمومي رییس وویل چې د یما سیاوش او د دوو نورو همکارانو د وژنې په ګډون د ځينو دغو پېښو په تړاو یې، ځينې کسان نیولي دي؛ خو لاهم په دې تړاو جزییات خپاره شوي نه دي.

بلخوا په کندوز کې د مدني ټولنې ځينې فعالان وايي د دوی پر وړاندې د ګواښونو زیاتوالي د دوی فعاليتونه محدود کړي دي. 

د راډيو کندوز ویانده فریبا فرهمند  وايي چې له څه مودې راهیسې یې یو شمېر همکاران دفتر ته نه راځي؛ نو له همدې امله یې کارونه ډېر شوي دي.

دا وايي، په کندوز کې یې د دوو کلونو رسنیزو کارونو په لړ کې داسې ورځې نه وې تجربه کړې.

اغلې فرهمند وايي:«موږ ډېر اندېښمن یوو د دې لپاره چې له کوره تر دفتره چې راځو او د خطرې احساس لرو؛ خو بیا هم خپل کار ته دوام ورکوو.»

په کندوز کې د رسنیزو چارو او مدني ټولنې فعالین وايي، په کندوز ښار کې څو ورځې مخکې پر یوې سیمه ییزې راډیو د خلکو له ډله ییز یرغل او همداراز د خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو له ډېرېدو وروسته د دوی فعالیتونه محدود شوي دي.

په کندوز کې د اورانوس ټلوېزیون مسوول هدایت الله زیارمل وویل:«د رسنیو په وړاندې ګواښونه زیات شوي دي، موږ فعلاً خپلې ښځينه همکارانې تر څنګ نه لرو او هغه کسان هم چې له نرینه وو څخه دي، هغوی هم له وېرې سره خپل کارونه مخته بیايي.»

په کندوز کې د رسنیز او مدنې ټولنې فعال ذبیح‌الله مجیدي وايي:«زموږ ځينې همکاران په خپلو کورنو کې کار کوي او له بده مرغه په کندوز کې دوه راډیوګانې، د امنیتي ګواښونو او اقتصادي ستونزو له امله تړل شوې دي.»

د سې شنبې په سهار د کندوز د ولایتي شورا مرستیال صفي الله امیري په موټر کې یې د چاودنې له امله لومړی ټپي او بیا وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.

د کندوز د ولايتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي څرګنده کړه:«په کندوز ولایت کې دې امنیتي تدابیر په سمه توګه ونیول شي چې د کندوز د مدنې ټولنې او رسنیو غړي، مشران او نخبه ګان خورا اندېښمن دي.»

شاوخوا یوه میاشت مخکې د څارګرې ملي ادارې عمومي مشر په ولسي جرګه کې د موخه ییزو وژنو په تړاو د ځینو کسانو له نیولو خبر ورکړ، خو له هغې ورځې تر اوسه، د دغه ډول پېښو د څېړنې په اړه څه نور جزییات نه دي خپاره شوي.

د ولسي جرګې غړی سید حسن پکتیاوال وايي:«د افغانستان ټولو خلکو ته اندېښمنونکې ده؛ په ځانګړې توګه د مدني ټولنې او خبریالانو لپاره! هیله لرو چې کشفي او امنیتي ارګانونه ژر تر ژره لاس په کار شي.»

له څه باندې دوه نیم میاشتو راهیسې، په هېواد کې د شپږو خبریالانو په ګډون څه باندې د مدنې ټولنې ۱۰ فعالین په بېلابېلو موخه ییزو بریدونو کې وژل شوي دي.

امنیتي مسوولینو بیا د یما سیاوش د وژنې په تړاو د درېیو کسانو، د یوسف رشید د وژنې په تړاو د څلورو کسانو او د فرشتې کوهستانۍ او همداراز رحمت الله نیکزاد د وژنو په تړاو د ځینو نورو د وژونکو له نیولو خبر ورکړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه