د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۹ د سلواغې ۲۵مه نېټه
د حکومت استازو سره د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون نننۍ (شنبې د سلواغې ۲۵) غونډه کې پر دې پرېکړه وشوه چې د روان زیږدیز کال له نیمايي د ښوونکو معاشونه زیات شي.
ټاکل شوې د روان مالي کال تر نیمايي د عادي بودیجې له نورو برخو څه باندې درې مېلیارده افغانۍ واخیستل شي او د ښوونکو او کارکوونکو په حقوقو کې زیاتې شي.
اته ورځې دي چې د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون غړو او د حکومت استازو د ۱۴۰۰ کال د مالي بودیجې درېیمه مسوده تر څېړنې لاندې نیولې ده.