د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو رامنځه ته شو – نشر ته چمتو شو: وروستی
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۹ د سلواغې ۳۰مه نېټه
د ناټو د دفاع وزیران به نننۍ غونډه کې افغانستان کې د ناټو د حضور څرنګوالي په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.
په دې سره د ناټو سرمُنشي ینس سټولټنبرګ ویلي، افغانستان کې د ناټو د حضور څرنګوالی به، د دوحې پر سند د امریکا بیاکتنې پورې تړلی وي.
ښاغلي سټولټنبرګ ویلي، له افغانستانه د ناټو ځواکونو وتل به د افغانستان د وضعیت پورې هم تړلي وي. بل لوري د بحران نړۍوالې ډلې ویلي، ښايي د دوحې پر سند د امریکا بیا کتنه دوه میاشتې وخت وغواړي.