د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېره شپه ورځ کې د کرونا ویروس یوازې پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د دغو مالوماتو له مخې چې نن(جمعه د کب په لومړۍ نېټه) له رسنیو سره شریک شوي شیې چې تازه پېښې د ۱زرو ۴۴۸ کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده.
شمېرې ښیې چې اوسمهال هېواد کې د کرونا ویروس د فعالو پېښو شمېر ۲ زره ۳۴۷ دی.
تازه پېښې ۱ هرات، ۱ کندهار، ۱پروان او ۲ هم په کاپیسا ولایت کې ثبت شوې دي.