د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څارنې ځانګړې اداره یا سیګر په یوه رپوټ کې لیکلي چې طالبان خپل ۴۰ تر ۶۰ سلنه عواید د نشه يي توکو له سوداګرۍ ترلاسه کوي.
په دغه رپوټ کې د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا پر حواله راغلي دي. چې د ۲۰۱۸ کال له جون نه د ۲۰۱۹ د مې تر میاشتې طالبانو له دغې لارې ۴۰۰ مېلیونه ډالر عاید لری دی.
د ملي امنیت عمومي رییس احمدضیا سراج په دې هکله وايي:«د دوی ډېری اوس د کوکنارو د حاصلاتو په راغنډولو بوخت دي، کله چې دوی د کوکنارو له حاصلاتو خلاصېږي، پلان یې دا دی چې په بېلابېلو برخو کې جګړې زیاتې کړي.»
د ولسي جرګې غړی ګل احمد کمین هم وویل:«طبیعي خبره ده کله چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ساحو کې دا مسایل وي، هغوی به خود له دې څخه عاید اخلي. او په ځينو برخو کې حتا د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې هم دا مسایل شته.»
بل خوا د کروندګرو پر ژوند د کورونا اغېز او د درنې وچکالۍ احتمال، سږ کال او ورسره راتلونکی کال د کوکنارو د کښت د لا پراخېدو اندېښنې ډېرې کړې دي.
د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي څرګندوي:«د کرنې وزارت په ځينو ولایتونو کې، بدیل کښتونه معرفي کړي دي؛ په کرنې وزارت کې د زراعت پروژې وده او د کلیو پراختیا؛ د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې له خوا یې مالي او تخنیکي ملاتړ کېږي او دغه پروژه د باغیس، فراه، ننګرهار او په دې وروستیو کې د دوو نورو ولایتونو په بېلابېلو ولسوالیو کې خپل کار پیل کړی دی.»
د سیګر په دغه رپوټ کې راغلي چې افغانستان لا هم د نړې په کچه د۹۰ سلنه هیروینو په تولید سره په لومړي مقام کې دی. دا په داسې حال کې ده چې امریکا په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت پر کابو کولو څه باندې اته مېلیارده ډالر لګولي دي.