له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون د ۱۵ هغو جګپوړو دولتي چارواکو معاشونه ځنډولي چې خپلې شتمنۍ یې نه دي ثبت کړې.
د دې کمېسیون رییس وایي د درې نورو دولتي چارواکو د شتمنیو د ثبت دوسیې یې د دې لپاره لويې څارنوالۍ ته استولي چې د خپلو شتمنیو په اړه لاره ورکوونکي معلومات ورکړي وو.
له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون نن چهار شنبې په خپل لومړني کاري رپوټ کې دغه کمېسیون ته د شتمنیو د ثبت د ۵۲۰۰ فورمو د رسېدو او له دغې جملې د ۱۳۶۵ فورمو د لومړنیو څېړنو د بشپړېدو خبر ورکړی دی.
د دغه کمېسیون مشر وايي عبدالقیوم نظامي، تر دې مخکې، د ۱۲۷ دولتي لوړ پوړو چارواکو معاشونه له دې امله ځنډول شوي وو چې، پر وخت یې خپلې شتمنۍ نه وې ثبت کړې.
ښاغلی نظامي زیاتوي:«وروسته ۱۱۲ تنو هغو د دغه ځنډ له امله د خپلو شتمنیو د ثبت فورمونه چمتو کړل، واستول او کمېسیون ته یې وسپارل؛ خو اوس هم د ۱۵ چارواکو معاشونه او امتیازونه ځندول شوي دي.»
د شتمنیو د ثبت رییس عبدالودود بشریار هم په دې هکله څرګندوي:«له ځينو هېوادونو سره، په ځانګړې توګه له هغو هېوادونو سره چې زموږ جګپوړي چارواکو خپلې شتمنۍ هلته لېږدولې دي، د هغوی د څېړنې په درشل کې لازم اقدامات به وکړو.»
له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون د آی، اس، بي، ام په نوم یو هندي روزنیز مرکز هم افغانانو ته د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا د ۳ زره جعلي سندونو پر ورکړې تورن کړی دی.
له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون مشر عبدالقیوم نظامي څرګندوي:«په داسې حال کې چې هغه بنسټ په خپل متبوع هېواد کې هېڅ ډول تحصیلي اعتبار نه لري او د دغو جعلي اسنادو پر بنسټ، د دولت یو شمېر مامورین او چارواکي هم شامل شوي دي.»
ښاغلی نظامي زیاتوي چې دوی د هوايي ډګرونو او ځینو بندرونو له لارې د پیسو او سرو زرو د قاچاق په اړه هم راپورونه څېړي او د خپلو څېړنو پایلې به ډېر ژر له خلکو سره شریکې کړي.